د ملي امنيت سلاکار، حمدالله محب نن سهار مسکو ته لاړ. د ملي امنيت شورا دفتر وايي، چې هغه به په دې سفر کې د روسيې له لوړپوړيو چارواکو سره په ګډو امنيتي همکاريو خبرې وکړي.